ډېر لوستل شوي

کندهار کې ۱۵ زره کندې اېستل شوي

د کندهار د نېش ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د زېرمې ۱۵ زره کندې کېندل شوي دي.
د اوبو ذخیره کولو دغه پروژه د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د بشري خیریه موسسې په تخنیکي او مالي ملاتړ کېندل شوي.
ددغو کندو د کیندنو پرمهال۲۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، دا اداره هڅه کوي چې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي او بزګرانو ته د کار زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه