ډېر لوستل شوي

د ميدان وردګو له پوهنې رياست سره د څه باندې ۳ سوه د درسي توکو مرسته وشوه

د ميدان وردګو د پوهنې رياست وايي، چې د پوهنې په برخه کې همکارو مؤسسو ۳ سوه ۵ زره او ۷۶۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د درسي او د ښوونځيو د ادارو د اړينو توکو مرسته کړې ده.
د ياد رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې ۵۰ زره ۵۶۰ زده‌کوونکو ته د يونيسف نړيوالې مؤسسې له لوري د ۳ سوه ۵ زره او ۷۶۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د درسي او اداري توکو مرسته شوې ده.
دغه راز په دې مرستو کې، ۲ زره ۵۲۸ کېټه د ليک لوست اړين توکي او ۳۹۵ کېټه اداري توکي شامل دي، چې په يو کېټ کې د ۲۰ زده‌کوونکو په پاره ۱۰ قلمه بېلابېل درسي توکي برابر شوي دي.
د ويلو ده، چې د پوهنې په برخه کې همکارو بنسټونو تر دې وړاندې د ميدان وردګو ولايت سربېره د ګڼو ولايتونو له پوهنې رياستونو سره په درسي برخو کې مرستې شوې دي.

اړوند خبرونه