د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د دین محمد او محمد سرور په نوم دوه هېوادوال مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي.
د فراه د پشتکوه ولسوال مولوي عبدالناصر نوراني ویلي چې دا پېښه شیخ ابو نصر فراهي بندر ته نږدې د دوو فېلډر موټرونو د ټکر په سبب رامنځته شوې ده.
ښاغلي نوراني ویلي چې ټپیان د درملنې په موخه د فراه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.
د فراه مسوولینو ددې پېښې اصلي سبب نه دی په ګوته کړی.