د بلخ عامي روغتيا رياست د کندز له عامې روغتيا رياست سره د ۳۴ ميليونه ۵ لکه ۶ زره او ۳۰۰ افغانيو په ارزښت د طبي او غيرطبي وسايلو مرسته کړې ده.
د بلخ د عامې روغتيا رياست وياند کمال خان ځدراڼ اميد راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې په يادو طبي او غيرطبي وسايلو کې د عملياتو ميزونه، د عملياتونو سيټونه، د عملياتو څراغونه، د وينې معايناتو ماشينونه، د التراسوند ماشين، سکشن ماشينونه، د درملو ساتلو يخچالونه، د ناروغانو چپرکټونه، مايکروپپت او يو شمېر نور شامل دي.
نوموړي د دغو مرستو موخه، د کندز په روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو د کچې لوړول او د ناروغانو لپاره د ښه روغتیايي چوپړتياوو وړاندې کول ښودلي دي. دغه مرسته په داسې حال کې ترسره شوې، چې د کندز د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخ و؛ نو يادو مرستو په تر لاسه کولو سره به يې د پام وړ ستونزې حل شي.