د ماليې وزارت د هېواد په پنځو ولايتونو کې د شاوخوا ۵۱ زره کيلو ګرامه د قاچاقي توکو له نيول کيدو خبر ورکوي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه توکې د ګمرکونو لوی رياست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرې اوونۍ په لړ کې د نيمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او د هلمند ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شويو توکو کې ۱۶ زره ۶۹۰ کيلو ګرامه روب، ۸ زره ۸۸۷ کيلو ګرامه ګوړه، ۳ زره ۲۹۴ کيلو ګرامه چاکلېټ، ۱۱ زره ۲۱۰ کيلو ګرامه خام نخود، ۹۰۰ کيلو ګرامه خوراکي مالګه، ۳۹۲ کيلو ګرامه مکروني او ۲۳۷ ګرامه ملايي شامل دي.
دغه راز ۲۶۴ کيلو ګرامه لوبيا، ۲۳۶ کيلو ګرامه درمل، ۲۴۰ کيلو ګرامه مربا، ۲۱۰ کيلو ګرامه وچې شيدې، ۲۷۷ کيلو ګرامه البسه، ۱۶۰ کيلو ګرامه د زنګ ضد، ۲۵۵ کيلو ګرامه پلاستيکي پيپونه او ۷۰ کيلو ګرامه لواشک هم نيول شوي دي.
د ياد وزارت مسوولين وايي، چې نيول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراتو په پار اړوند ګمرکونو ته سپارل شوي دي.