ډېر لوستل شوي

د بادغېس ښاریانو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرېږي

د بادغیس سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د درېیم فاز د چارو د پيل کېدو خبر ورکړی.
د قلعه نو ښار مسوولینو ویلي، چې د دغه فاز په بشپړېدو سره به اوبه اصلي ذخېرو ته ورسېږي او د ښاریانو د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.
ویل کیږي، چې دا مهال ۵ زره ۴۵۰ کورنۍ له دې شبکې ګټه پورته کوي. بل خوا مسوولینو له خلکو غوښتي چې ددې چوپړونو پاتې پورونه دې ادا کړي.
چارواکو ټینګار کړی چې د اوبو د لګښت په سم مدیریت کې د خلکو همکاري د اوبو د سرچینو په ساتنه کې بنسټیز رول لري.

اړوند خبرونه