د ریاست الوزرا د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره کتلي دي.
په دې کتنه کې ډاکټر ملا عبدالواسع د اسلامي امارت په تړاو د چین دریځ ستایلی او د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو برخه کې یې د چین د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړي وړاندې ویلي، چې د واخان دهلېز په پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ کچه لوړه شي.
دې کتنه کې د چین سفیر افغانستان کې د چین له خوا پلې شویو پروژو ته په اشارې ویلي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال را په دېخوا د کابل ـ بیجېنګ دوه اړخیزې اړیکې د پام وړ پراخې شوي.