د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو لپاره په ساعت کې ۱۰۵ کیلومټره تګ اندازه ټاکلې ده.
یاد وزارت ویلي چې، موټر چلوونکي حق نه لري له دې کچې چټکه موټرچلونه وکړي او په وینا یې د سرعت د قابو کولو په پار یې په مسافر وړونکو موټرو کې جيپياېس آلې هم لګولي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې دا اقدام د مسافرو او موټرو د خوندي تګ راتګ او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

