د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د صنعتي فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې برېښنا شرکت صنعتي فابریکو ته د برېښنا رسونې مسوولیت او لومړیتوب لري.
ښاغلي عمر ویلي، د ډاډمنې برېښنا برابرېدو ته یې پر نوې کړنلارې او د شته ستونزو پر هواري کار پیل کړی دی.
دې کتنه کې د صنعتي فابریکو مسوولینو هم د برېښنا شرکت ته د برېښنا اړوند وړاندیزونه شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې برېښنا شرکت ویلي و چې د کابل برېښنا به ۲۴ ساعته کوي.