ډېر لوستل شوي

سوډان کې خپلمنځي جګړو پراخ انساني ناورین رامنځته کړی

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو. اېف. پي. خبرداری ورکړی چې په سوډان کې تر نهو میاشتو کورنیو جګړو وروسته انساني ناورین په پراخېدو دی او ګڼ شمېر وګړي یې له لوږې سره مخ دي.

دې سازمان په خپل اېکس لیکلي چې دې جګړو د ملکي وګړو پر ژوند ناوړه اغېز پریښی او دمګړۍ د دې هیواد ۱۸ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره لاس و ګرېوان دي. سازمان زیاتوي چې د کورنیو جګړو له وجې ۷.۵ میلیونه نور خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دوی به تر خپلې وسې اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې میاشت وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې د بسپنې له کموالي سره مخ دي. دې سازمان پر نړیوالې ټولنې او نورو مرسته کوونکو بنسټونو غږ کړی و چې مالي ملاتړ دې یې وکړي.

اړوند خبرونه