ډېر لوستل شوي

فراه کې ۴زره کورنیو ته برېښنا چمتو شوې

د فراه د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې ۴ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
د یاد ولایت د برېښنا شرکت مسوولینو زیاته کړې چې اوسمهال ددې ښار ۵ ناحیو ته برېښنا چمتو شوې او راتلونکې کې به ۶ ناحیو ته برېښنا چمتو شي.
د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، فراه ښار کې د برېښنا برابرول د سیمې د خلکو پر ژوند او اقتصادي فعالیتونو مثبته اغېزه کړې ده.
له بل لوري، ځایي اوسېدونکي دا برېښنا لا هم ددې ښار اوسېدونکو ته کافي نه بولي. د فراه اوسېدونکو د بخش اباد بند د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه