د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين شيخ مولوي هبتالله اخوندزاده حفظهالله په يو فرمان کې د چارواکو په دندو کې ادلون او بدلون راوستی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد په خپل اېکس پاڼه ليکلي، چې د تخار پخوانی والي عبيدالله امين زاده د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال په توګه، د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسۍ پخوانی مرستيال شيخ ضياءالرحمن اريوبي د لوړو زدهکړو وزارت د علمي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.
دغه راز د افغانستان بانک د نظارت پخوانی امر شيخ عبدالرحمن قانت د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيال په توګه، د کندهار پخوانی امنيه قوماندان مولوي سميعالله حزبالله د تخار د والي په توګه او د هلمند پخوانی والي مولوي عبدالاحد طالب د کندهار د امنيه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
د اسلامي امارت وياند په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زدهکړو وزارت پخوانی علمي مرستيال لطفالله خيرخواه د افغانستان بانک د نظارت د امر په توګه ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله تردې وړاندې هم د حکومتي اصولو له مخې وخت ناوخت د دولتي چارواکو په دندو کې ادلون او بدلون راوستی دی.

