د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رييس مولوي مطيعالحق خالص د ناروې له شارژدافير پيرالبرت الساس سره کتلي دي.
يادې ادارې ويلي، په دې ناسته کې دواړو لورو د اقليم د بدلون پر ضد د اغيزمنو پروژو د تطبيق په تړاو خبرې کړې دي.
په ياده ناسته کې ښاغلي خالص د ناروې له شارژدافير غوښتي، چې د خپل نفوذ له لارې دې د نړیوالو چاپېریالي بنسټونو سره په همغږۍ د افغانستان د اقليمي پروژو د تصويب په پار د تمويل کوونکو ملاتړ ترلاسه شي.
د ناروې شارژدافير د چاپېريال ساتنې ملي ادارې هڅې ستايلې دي او ژمنه يې کړې، چې د اقليمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې به همکاري وکړي. ياده دې شي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د ناروې سفارت ترمنځ د اړیکو په پراختیا او ګډو همغږیو هم ټینګار شوی دی.