ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د يو شمېر ستونزو په حل پرېکړه وشوه

د بلخ ولايت والي په لارښوونه د علماوو يو ۹ کسيزه ګډ پلاوی اوزبيکستان هېواد ته سفر کړی دی.

د ياد ولايت د مقام د رسنيو دفتر وايي، چې دې ګډ پلاوي د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د يو شمېر ستونزو په حل پرېکړې کړې دي.

دې دفتر په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړې، چې په دې دوه اړخيزه ناسته کې ازبيکستان هېواد ته د ۱۵۰۰ ټرانزيټي موټرو د تګ اجازه، د ياد هېواد په ګډ بازار کې افغان سوداګرو ته د وچې مېوې د انتقالاتو او پلور اجازه او د ازبيکستان د دغه بازار په روغتون کې سوځېدلي کسان د ښې درملنې په تړاو پرېکړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې ناستې په لړ کې د دواړو هېوادونو ولسونو ته د ویزو په برخه کې لازمو اسانتياوو په رامنځته کېدو هم تصميم نيول شوی دی.

ياده دې شي، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا، ترانزیتي ستونزو د هواري او د خلکو تګ راتګ ته د ویزو د شرایطو د نرمولو په موخه ګڼې هڅې کړې دي.

اړوند خبرونه