خوست کې د ۹۹.۳ اېف.اېم. څپو په مټ د انګېزې په نوم یوې راډیو نن(شنبه، سلواغې ۲۷مه) خپلې خپرونې پیل کړي دي.
په همدې موخه د خوست د اطلاعاتو او کلتور مسوولینو له دې راډیو لیدنه کړې او ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس په رسنیز ډګر کې دا اقدام د خوستوالو لپاره مثبت ګام بللی دی.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شاه حسین مسجدي ددې راډیو د خپرونو د پیل په مراسمو کې ویلي: ((اوس مهال نړیوال د بېلابېلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په نورو قومونو فرهنګي یرغلونه کوي، او رسنۍ یې اصلي وسیله ده، نو له تاسو او ټولو خبریالانو زموږ هیله دا ده، چې خپلو ملي، اسلامي او پښتني ارزښتونو ته انعکاس ورکړئ او خپل ولس د ویښتابه لوري ته راوبلئ.))
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس باختر اژانس ته ویلي چې دا مهال په خوست کې ۱۹ ډلییزې رسنۍ پر فعالیت بوختې دي، چې ۴ ټلوېزیوني رسنۍ او ۱۵ پکې راډیوګانې دي.
د انګېزې راډیو مسوول د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو مننه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له خوا د رسنیو ملاتړ دې ته اړ کړل چې یوه راډیو رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د راډیو د نړیوالې ورځې اړوند ویلي و چې د اسلامي امارت له راتلو وروسته هېواد کې ۳۳ راډیوګانو خپرونې پیل کړي دي.