د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ عبدالباري راشد پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلي چې نن مازیګر(دوشنبه، سلواغې ۲۹مه) یو موټرچلوونکي د ګرشک – لښکرګاه پر سړک هټۍ کې پر ناستو خلکو موټر خېژولی او یاد موټر هم یو نهر ته غورځېدلی دی.
ویل کیږي چې دې پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي راشد په وینا، موټرچلوونکی نیول شوی او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.