ډېر لوستل شوي

زابل کې نږدې ۵۰ نوي مخابراتي سایټونه فعالیږي

د زابل د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې ۱۶ مخابراتي سایټونه فعال او د ۳۱ نورو سایټونو د فعالونې چارې روانې دي.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ویلي، چې د دغه ولایت مرکز قلات او ځیني نورو سیمو کې ۱۶ نوي سایټونه فعال شوي دي او تمه ده ۳۱ نور هم ژر فعال شي.
ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکو د مخابراتي شبکو د چوپړونو زیاتوالي ته خوښي ښودلې او تمه لري چې ددې سایټونو په فعالت سره به د انټرنېټ چټکتیا لوړه او د خلکو ستونزې به هوارې شي.

اړوند خبرونه