د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ د خوړو نړيوالو پروګرام د کوز کونړ په ولسوالۍ کې له ۱ زر او ۱۸ کورنيو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د ځايي مسوولينو په وينا، هر کورنۍ ته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ، ۳۲ پاکټه د خوارځواکۍ ضد تغذيې توکي او ۳ کيلو ګرامه حبوبات ورکړل شوي دي.
ويلکېږي، چې يادې مرستې د کورنيو د اقتصادي او تغذيوي ملاتړ په پار شوې دي.