ډېر لوستل شوي

د ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه ۱۵۵۰ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۱۵۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.

دغه منسوبین د بیلابیلو عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو وروسته پرون پنجشنبه د کابینې د یو شمېر غړو په شتون کې فارغ او بري لیکونه یې ترلاسه کړل. په یادو مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري، د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور، د ملي دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو دولتي ادارو مشرانو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري په خپله وینا کې وویل چې اوسنی نظام ستاسو د سرښندونو محصول دی، دلته تر دې دمخه څو واکمنۍ وې او هر چا به په بېلابېلو سیمو کې حکومت کاوه؛ خو اوس واحد مرکزي دولت او د وګړو ترمنځ یووالی او ورووګلوۍ رامنځته شوې ده. مسوولینو په خپلو خبرو کې ځوان منسوبین خپلو دندو او مسوولیتونو پاللو ته راووبلل او ویې ویل چې خپلې ارادې پیاوړې او له اختلافاتو ډډه وکړي.

د مراسمو په پای کې دغو فارغو شویو منسوبینو خپل نمایشونه او نظامي مانورونه هم د غونډې برخوالو ته وړاندې کړل.

اړوند خبرونه