ډېر لوستل شوي

په روژې مبارکې مياشتې کې د کار د پيل او پای وخت وټاکل شو

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د روژې په مبارکه مياشت کې په دولتي ادارو کې د کار د پيل او پای وخت ټاکلی دی.

ياد وزارت د دې مبارکې مياشتې په مناسبت د روژې کار د سهار په ۹ بجو پيل او د ماسپښين په ۲ بجو د پنج‌شنبې ورځو په شمول د ماسپښين د لمانځه له دمې سره پای ته رسېږي.

ياد وزارت له ټولو توليدي، روغتيايي، نشراتي، او ښوونې او روزنې او د لوړو زده‌کړو له بنسټونو غوښتي، چې د خپل کاري او اقليکي شرايطو په پام کې نيولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پيل او پای مهال وېشونه برابر کړي.

اړوند خبرونه