د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درنه واوره ورېدلې، چې ځاني زیان نه لري؛ خو یو شمېر هټۍ او د استوګنې کورونه یې نړولي دي.
بل پلو، د غزني امنیه قومندانۍ امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د کابل ـ کندهار لویه لاره کې هېوادوالو سره همکاري وکړي. د مسوولینو له قوله، امنیتي ځواکونو او ټرافیک پولیسو ټوله شپه موټریزې ګزمې کړي چې تر اوسه د کومې پېښې خبر نه دی ترلاسه شوی.
بل خوا د غزني د برېښنا ریاست ویلي، چې دې ولایت کې د برېښنا ځینې ستنې نړېدلي او ددې ولایت زیاتو برخو کې یې برېښنا غوڅه کړې ده.
ویل کیږي چې د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰ سانتي متره واوره ورېدلې او د اجرستان ـ مالستان ترمنځ غځېدلې لاره هم درنو واورو پوښلې ده.