ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت بې‌روزګاره ځوانانو ته د کاري زمينو په رامنځته کولو کې هڅه کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستيال مولوي محمد يونس راشد په کابل کې د افغان فریلانسرانو د درې ورځني سيمينار په پای غونډې کې ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې درې میلیونه ځوانان بې‌روزګاره دي او هر کال  په دې شمېر کې زیاتوالی راځي.

ښاغلی راشد وایي، چې هر کال یوازې ۲۰ زره لوستي ځوانان د بې‌روزګارو کسانو شمېر ته ور اضافه کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستيال دغه راز زياته کړې، چې اسلامي امارت د بې‌روزګارۍ په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې، چې د ټولنې ټولو قشرونو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ تر څو له هېواده د ځوانانو د وتلو مخه ونيول شي.

اړوند خبرونه