ډېر لوستل شوي

د افغان کډوالو په اړه د افغان او ايراني استازو ترمنځ پر ګډو همکاريو  خبرې وشوې

د ایران د قضایي قوې مرستیال دوکتور غریب ابادي په مشرۍیو لوړ پوړي قضایي پلاوي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره د افغان کډوالو او زندانیانو  په تړاو خبرې اترې کړي دي.

په دغه دوه اړخیزه لیدنه کې د زندانیانو پر ازادولو، د دوه اړخیزو هوکړه‌لیکونو په پلي کولو، په اعدام محکومو شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پر موندلو او د افغان کډوالو اړوند پر حقوقي او جنایي برخو خبرې اترې او پر ګډو همکاریو بحث وشو.

ایراني لوري د اسلامي امارت له خوا د نشه يي توکو ریښتينې مبارزه ستایلې او همداشان یې د افغان کډوالو د نه شکنجې په باب افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی.

ایراني چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د شکنجې په تړاو جدي دریځ لري او په راتلونکې کې به په دې اړوند لازم اقدامات وشي.

اړوند خبرونه