ډېر لوستل شوي

د هېواد ټولو جوماتونو ته برېښنا وړيا شوه

د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان په بنسټ د هېواد ټولو جوماتونو ته برېښنا وړيا شوه او لګښت نه ترې اخېستل کېږي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د جوماتونو د برېښنا لګښتونه معاف دي او اړوند ادارې دې په راتلونکي کې د يادو لګښتونو د تاديې غوښتنه نه کوي. په اېکس کې ټينګار شوي، چې د دې لګښتونو دقيقه څارنه دې وشي؛ تر څو د جوماتونو برېښنا په نورو ځايونو کې مصرف نه شي.

اړوند خبرونه