د ننګرهار د رسنيو دفتر ویلي، چې د دې ولایت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی تورخم کې له پاکستاني پوځیانو سره جګړه کې د ټپي شویو کسانو د روغتيايي وضعيت پوښتنه او ورسره يې نغدي مرسته کړې ده.
دې دفتر ویلي چې تېره ورځ مازیګر (چهارشنبه، کب ۱۵مه) د افغان او پاکستانیو پولهساتو ترمنځ نښته کې اته تنه ټپیان شوي وو.
ویل کیږي چې په ټپیانو کې د حریت، شمشاد او پژواک اژانس خبریالان هم شامل دي.

