ډېر لوستل شوي

د پوهنې وزارت مسوولين: د هېواد د ښوونيز نظام اصلاح کيدل په حقیقت کې د ټولنې اصلاح کيدل دي

د پوهنې وزارت مسوولينو نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د ۸ زره اداري او د ښوونکو خالي بستونو د ازموينې د پايلو په اعلان غونډه کې ويلي، چې د ازموينې لړۍ د ازموينو ملي ادارې سره په همغږۍ په پوره روڼتيا سره ترسره شوه.

د ياد وزارت مسوولينو په دې غونډه کې ويلي، چې د هېواد د ښوونيز نظام اصلاح کيدل په حقیقت کې د هر فرد او ټولنې اصلاح کيدل دي.

په دې غونډه کې دغه راز ټينګار شوی، چې هر ښوونکي ته پکار ده؛ تر څو د هېواد بچيانو ته په سمه توګه ښوونه او روزنه ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د ازموينې ملي ادارې د سرپرست او خبريالانو په ګډون ګڼو چارواکو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه