د ټولګټو وزارت وايي، چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يو جومات رغنيزې چارې د څه باندې ۳۲ ميليونه ۴۴۸ زره ۹۹۶ افغانيو په ارزښت دوام لري، چې چارې يې اوس ۱۹ سلنه فزيکي پرمخ تللې دي.
د ياد وزارت د خبر له مخې، په دې جومات کې د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره په جلا توګه د اوداسه او لمانځه ځایونه په نظر کې نيول شوي دي.
د ويلو ده، چې د ياد جومات په جوړېدو سره به د کابل ـ هرات لويې لارې د تلونکو هېوادوالو د اوداسه، لمونځ او د وسايطو لپاره د تمځای په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.