ډېر لوستل شوي

غزني؛ د ماهرو غلو یوه ډله نیول شوې

دغزني امنیه قومنداني رسنيز دفتر ویلي چې ددې ښار په پینځمه امنیتي حوزه کې یې د غلو ۸ کسیزه ډله نیولې ده.

دې غلو به هغه کورونه لوټل چې د کور غړي به پکې نه وو.

له دې غلو، سره زر، د ګنډلو ماشین، د ګازو ډبه، د لابراتوار یو ماشین او مرغان ترلاسه شوي دي.

ویل کیږي چې دې حوزه کې ۳ ورځې وړاندې ۳ نور غله هم نیول شوي وو. د غزني ولایتي مسوولین زیاتوي چې امنیتي ځواکونه به د غلو او د امنیت ویجاړونکو پر وړاندې غوڅ اقدام ترسره کړي

اړوند خبرونه