د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)، د امنیې قومندانۍ او استخباراتي ارګانونو په همغږۍ د جلال اباد ښار تالاشۍ څلورلارې کې د یوه کمپاین په ترڅ کې ناقانوني مخابراتي وسایل راټول کړي دي.
د دغه کمپاين موخه د مخابراتي شبکو اصلاح، د فریکونسي د تداخل مخنیوی، د مخابراتي شبکو د کیفیت لوړول او د غیرقانوني تجهیزاتو د کارونې بندول وو. د مخابراتي شرکتونو د شکایتونو له مخې، په یاده سیمه کې ناقانوني نصب شوي ریپیټرونه د فریکونسي ګډوډي رامنځته کړې وه، چې د شبکو فعالیت یې زیانمناوه.
دا کمپاین د برېښنایي حکومتولۍ، قانوني مخابراتي خدمتونو او د ناقانوني کړنو د مخنیوي په لړ کې مهم ګام بلل شوی دی.