د پېښور پولیسو ویلي چې د مفتي منیر شاکر پر مدرسې نامالومو کسانو د لاسي بم برید کړی او نوموړی ټپي دی.
ویل کیږي چې د نوموړي ترڅنګ دې برید ۳ نور کسان هم ټپیان کړي دي.
د مالوماتو له مخې د خیبرپښتونخوا په اورمړو سیمه کې د نوموړي پر مدرسې لاسي بم غورځول شوی دی.
ددې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی، خو د نوموړي موعظې او څرګندونې ډېری وخت له اختلافاتو او ناندریو ډکې وي.