د عدليې وزارت وايي، چې د غور او سرپل ولايتونو د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي پلاوو په خپلو ناستو کې د نږدې ۷ زره جريبه ځمکې ارزونه کړې ده.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د غور د مرکز ولسوالۍ اړوند په لقک سفيدک کلي کې د ۵ زره ۵۰۰ جريبه ځمکې او د فيروز کوه ختيځ لوري کې ۳۴۱ جريبه ځمکې او په دولتيار ولسوالۍ کې د ۱۷۸ جريبه ځمکو دوسیې ارزونه شوې دي.
دغه راز د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ اړوند په سردره کلي کې د څه باندې ۲۴۲ جريبه ځمکو دوسيه تر بحث او ارزونه لاندې نيول شوې دي. ياده دې وي، چې د دې جلا ناستو په ترڅ کې پرېکړه شوې چې د یادو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره او پایلې دې راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.