ډېر لوستل شوي

افغانستان ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره تصویب شول

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ۱۰میلیونه ډالرو په ارزښت د بودجې له تصویب خبر ورکړی دی.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې ارزښت یې ۹.۹۸ میلیونه ډالره دی؛ د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (جي‌اي‌اېف) له لوري د کم پرمختللو هېوادونو د صندوق (ال‌ډي‌سي‌اېف) په شورا کې تصویب شوې ده.

د خبر له مخې، ياده پروژه به د پنځو کلونو لپاره په بدخشان او کونړ کې پلې شي چې موخه یې د ځایي ټولنو د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت ډېرول او د هغوی د ژواندانه ښه کول دي. ياده دې وي، چې د دغې پروژې په پلې کېدو سره به نه یوازې د چاپېریال وضعیت ښه؛ بلکې دغه راز د ځايي ټولونو ژوند به هم ورسره ښه شي.

اړوند خبرونه