د غــزنی د امنیه قومانداني رسنیز دفتر په یوه خبرتیا کې ددې ولایت هټیوالو ته ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې دې هټیو ته پلاستیکي وسلې او پټاکۍ نه راوړي.
دې خبرتیا کې وړاندې ویل شوي چې هټیوال دې له هر هغه څه ډډه وکړي چې د هېوادوالو د ازار او د ذهنونو د خرابېدو سبب کیږي.
د غزني امنیه قومندانۍ ویلي چې سرغړونکي به د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کیږي او قانوني چلند به ورسره کیږي.