د مالیې وزارت وايي، چې د ګرځنده څارنې ټيم يې تېره اوونۍ په نيمروز، کندهار، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولايتونو کې په لسګونه ټنه قاچاقي توکي نيولي دي.
ياد وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په نيول شويو توکو کې ۲۴ زره ۷۰۰ کيلو ګرامه وچې شيدې، ۲۰ زره ۶۳۴ ټنه چاکلېټ، ۶ زره ۲۲ کيلو ګرامه انسانې او زراعتي درمل، ۳ زره ۵۲۶ کيلو ګرامه خام نخود، ۲ زره ۴۵۶ کيلو ګرامه مالګه او يو شمېر نور خوراکي او غير خوراکي توکي شامل وو.
د مالیې وزارت د خبر له مخې، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي. ياد وزارت په خبرپاڼه کې ډاډ څرګند کړی، چې د ګرځنده څارنې ټيم يې په ټول هېواد کې له ورته مواردو څارنه کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول راوارد کړي.