د احصايي او معلوماتو ملي اداره وایي چې د برېښنایي پېژندپاڼو له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۲ میلیونو تنو ته یادې پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
دې ادارې نن (یکشنبه، د سلواغې ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله ۶ میلیونو او ۲۰۰ زرو تنو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، له هغو ۱۲ میلیونو کسانو چې برېښنايي تذکرې یې ترلاسه کړې، ۷ میلیونه ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه ۱۸۰ زره یې ښځې دي.
یادې ادارې کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار د هغو ولایتونو په نوملړ کې راوستي چې تر نورو پکې ډېرې برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو د چمتو کولو ژمنه هم کړې ده.
ددغه ډول پېژندپاڼو د وېش موخه په نوې بڼه د هیوادوالو د ځانګړنو ثبتول او له نړیوالو معیارونو سره سم ورته د هویت پاڼو ورکړه ده.