ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت: پلازمېنه کابل کې د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار غونډه په بریالیتبوب سره پای ته ورسېده

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمدضیا تکل په خپل اېکس پاڼې لیکلي چې (د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) غونډه پرون ماښام په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده. دا ناسته پرون دوشنبه (د سلواغې په نهمه) وشوه چې د ګاونډیو او د سیمې د ۱۱ هیوادونو سفیرانو، شارز‎ژدافیرانو او نورو استازو پکې برخه اخیستې وه.

 تمه وه دا ناسته پرون سهار پیل شي، خو د خرابې هوا له کبله یو ځل دوو بجو او بیا څلورنیمو بجو ته یووړل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې ددې ناستې موخه د افغانستان او د سیمې هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، د خپلمنځي اړیکو وده او د متقابل درنښت رامنځته کول دي.

تر غونډې وړاندې په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمدضیا تکل په خپلې اېکس پاڼې لیکلي و چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.

 د ناستې د پیل وینا کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې ویلي چې د اسلامي نظام د حاکمیت او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره له شل کلنې مبارزې وروسته خپل برخلیک په خپله ټاکي.

ښاغلي متقي زیاته کړې: د افغانستان تاریخ دا ثابته کړې چې تپل شویو نسخو او طرحو د افغانستان درد نه دی دوا کړی او برعکس پایلې یې لرلي دي.

کابل کې د هند شارژدافير د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې ویلي چې هیواد یې له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د افغانستان په ثبات او پرمختګ تمامیږي. نوموړي ویلي چې هند په سیمه ییزو او نړیوالو ابتکاراتو کې د افغانستان په تړاو فعال ګډون کوي.

دی وایي:((له افغانستان سره مو سوداګریزې اړیکي عادي دي. لومړیتوب مو دا دی چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړو.))

د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د مثبت تعامل پالیسي لري. د اونال په وینا چې په اقتصاد، امنیت او نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبتو لاسته راوړنو ته خوښ دي.

د ترکیې سفیر دا ډول ناستې له افغانستان سره د لازیات تعامل د رامنځته کولو په موخه اړینې بولي.

کابل کې د پاکستان شارژدافير عبیدالرحمن نظاماني د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار په غونډه کې ویلي چې  په سيمه ييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول مهم دی. ده وړاندې ویلي چې د سیمې هیوادونه باید په ګډه له افغان دولت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.

نظاماني زیاتوي چې اسلامي امارت په اقتصادي برخو کې پرمختګ کړی او د سترو اقتصادي پروژو تطبیق ته یې ښه زمینه برابره کړې ده.

د قزاقستان استازي د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې ویلي چې هیواد یې د حکومتولۍ د ډول په ټاکنه کې د افغانستان د وګړو ټاکنې ته درنښت لري. دی زیاتوي چې نه غواړي د حکومتولۍ د موډلونو په اړه افغانانو ته نسخې ورکړي. ددې هیواد استازی وایي چې هیواد یې له افغان دولت سره مثبت تعامل لري او یوه بېلګه یې افغانستان له هغه نوملړه ایستل دي چې بندیزونه پرې لګېدلی وو.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې ناستې په تړاو په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:((په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.))

د قزاقستان استازي د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې ویلي چې هیواد یې د حکومتولۍ د ډول په ټاکنه کې د افغانستان د وګړو ټاکنې ته درنښت لري. دی زیاتوي چې نه غواړي د حکومتولۍ د موډلونو په اړه افغانانو ته نسخې ورکړي. ددې هیواد استازی وایي چې هیواد یې له افغان دولت سره مثبت تعامل لري او یوه بېلګه یې افغانستان له هغه نوملړه ایستل دي چې بندیزونه پرې لګېدلی وو.

د ازبکستان سفیر د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار غونډه کې ویلي چې حکومت یې له افغان دولت سره د اړیکو لا پراختیا ته ژمن دی. دی زیاتوي چې موږ د یوې سیمې اوسېدونکي یو او غواړو چې له افغان حکومت سره خپلې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړو.

تر یادې ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي رسنیو ته وویل چې په دې غونډه کې د چین، هند، روسیې، ترکیې، اندونیزیا او ګاونډیو هیوادونو په ګډون د ۱۱ هیوادونو استازو

برخه اخیستې وه. د ښاغلي متقي په وینا چې د ناستې ټولو ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې امن، ټیکاو او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه بللی او ټینګار شوی چې په سیمه کې د ټولو هغو خوځښتونو مخه ونیول شي چې په سیمه کې تاوتریخوالي ته زمینه برابروي.

مولوي متقي ټینګار کړی چې په سیمه کې شته ثبات دې وساتل شي او د لا ډېر پرمختګ هڅې دې یې وشي. د نوموړي له قوله چې ناسته کې د اقتصادې ودې لپاره پر لویو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر، د اوسپنې پټلۍ پروژو او د نورو پر پیل هم ټینګار شوی دی. اسلامي امارت د سیمې هیوادونو ترمنځ دا ناسته په داسې حال کې جوړوي چې تمه ده د فبروۍ په ۱۸مه او ۱۹مه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه وشي. افغان دولت وایي چې دې غونډې ته یې استازي وربلل شوي دي.

اړوند خبرونه