د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په شتون کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د درې لویو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وزیر ملا حمیدالله آخندزاده وايي چې په دې تړونونو کې په کابل هوايي ډګر کې پارکېنګ او انتظار خونه، د فاریاب ولایت د اقینې بندر د تیر پارک او د هرات ولایت د ګذرې ترمینل جوړولو پروژې شاملې دي.
ددې تړونونو ټولټال ارزښت دوه میلیارده افغانیو ته رسیږي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند ددې پروژو د تړونونو د لاسلیک غونډه کې وویل چې دغه پروژې د معیاري ټرانسپورټ او د ټرانسپورټ برخې د پرمختګ په پار مهمې دي. ښاغلي برادر له قراردادي شرکتونو غوښتي چې د یادو پروژو کارونه په خپل وخت او معیاري ډول سرته ورسوي.