ډېر لوستل شوي

له بنده ازادي، خپل هېواد ته ستنېدنه؛ له پاکستانه راخوشې شوي افغان کډوال کندهار ته راورسېدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بنده ۱۰۱ تنه افغان کډوالو د ازادېدو او هېواد ته له راستنېدو خبر ورکړی دی.

د سپين‌بولدک د سرحدي امريت د معلوماتو له مخې، دغه ۱۰۱ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې بنديان وو، تېره ورځ له بند څخه راخوشې او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد وزارت په خبر کې راغلي، چې دوی ته د بشري مرستو د ثبت او وېش بهیر ترڅنګ خپلو اصلي مېنو ته د لېږلو خدمتونه هم ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پدې وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د ناقانونه استوګنې په پلمه زرګونه افغان کډوال نیولي او له ستونزمنو حالاتو سره یې مخ کړي دي.

اړوند خبرونه