ډېر لوستل شوي

شيخ کليم‌الرحمن فاني د راستنېدونکو کډوالو د خدمتونو څرنګوالی له نږدې وڅاره

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال  شيخ کليم‌الرحمن فاني ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې له صفري نقطې او لنډمهالي مېشت غالي څخه لیدنه کړې ده.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي فاني د يوه پلاوي په ملتيا له پاکستانه د راستنو شويو کډوالو ستونزې له نږدې څارلې او دغه راز يې اړوند مسوولينو ته لارښوونې کړې؛ تر څو دغو راستنو شويو ته په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړي. د ويلو ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د دې وزارت د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده وسپارله، چې سيمې ته سفر وکړي او اړتياوې او ستونزو له نږدې وڅاري.

اړوند خبرونه