ډېر لوستل شوي

ملا خيرالله خيرخواه به په تورخم کې له راستنو شويو کډوالو ارزونه وکړي

ټاکل شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه به نن د ننګرهار تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستانه د راستنو شويو افغان کډوالو څخه له نږدې ليدنه وکړي.

سرچينو اميد راډيو ته د ښاغلي خيرخواه د سفر موخه راستنو شويو افغان کډوالو ته د اسانتياوو برابرول او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ښودل شوې ده. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت ګڼو چارواکو د ياد ولايت په تورخم کې له پاکستانه راستنو شويو افغان کډوالو څخه له نږدې ليدنه کړې او هر راز همکارۍ يې هم ورسره کړې دي.


اړوند خبرونه