د تورخم په عمري پنډغالي کې راستنېدونکو هېوادوالو ته په ۲۴ ساعته ډول وړیا سیمکارتونه وېشل کیږي.
مسوولینو ویلي چې د وړیا سیمکارتونو د وېش لړۍ ۲۴ ساعته فعاله وي او هرې کورنۍ ته ۳ سیمکارتونه ورکول کیږي.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس مولوي ذبيح الله ذکي په وینا، دغه بهیر د اترا ادارې د نظارتي ټيم له خوا پرلپسې څارل کیږي؛ تر څو روڼتیا خوندي شي.
همداراز پنډغالي ته د فایبر او لینک له لارې د چټک انټرنیټ اسانتیاوې برابرې شوي دي.
یاده دې شي چې مالیې وزارت یاد پنډغالي ته د ۵۲ میلیونو افغانیو د وېشلو خبر هم ورکړی دی.

