اقتصادي معاونیت د خپلو لاسته راوړنو په یوه ویډیویي راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره ۱۳ شاړ دولتي شرکتونه بېرته فعال شوي دي. راپور زیاتوي چې دا شرکتونه په بنسټیز ډول بیاځلې رغول شوي چې له درکه یې د روان زېږدیز کال له پیله تراوسه ۹ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې په دغو شرکتو کې د هلمند بست د پنبې او نباتي غوړیو، نفت او ګاز، بلخ د پنبې او نباتي غوړیو، کندز سپین زر، ملي بس، افغان کارټ، مرکزي سېلو، بلخ سېلو، پلخمري نساجي، د کندهار پشمي نساجي، ارزاق، افغان تیور او لاسي صنایعو پراختیا شرکتونه شامل دي.
د یادونې ده چې دا مهال په دغو شرکتونو کې پنبه، غوړي، صابون، رخت، کاغذي دسمال، نظامي یونیفورم، لاسي صنایع او بېلابېل خوراکي توکي تولیدېږي.
ددې شرکتونو او کارخونو پر بیافعالیت سره ٤٨ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.