د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۹۶ افغان بنديانو له ازادېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د کندهار د سپين بولدک سرحدي امريت د معلوماتو له مخې ويلي، چې دغه کسان خپل هېواد ته رارسېدلي، د نوم ليکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته هم لېږدول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې ياد کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې له يوې ورځې تر پنځو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.

