ډېر لوستل شوي

له تمې تر ژمنې؛ UNICEF په عمري مېشت غالي کې د پاکو اوبو لویه شبکه جوړوي

په ننګرهار کې د کډوالو او راستنېدونکو رييس بازمحمد عبدالرحمن تېره ورځ د تورخم په عمري مېشت غالي کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندق unicef  له مسوولينو سره کتلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د unicef  مسوولينو په ياد لنډمهالي مېشت غالي کې د پاکو اوبو د يوې لويې شبکې جوړېدو ژمنه کړې ده. ښاغلي عبدالرحمن د ياد سازمان له دې ګام څخه مننه کړې او دغه راز يې د نورو پراختيايي پروژو د همکاري هيله هم څرګنده کړې ده.

اړوند خبرونه