د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف په تورخم کې راستنېدونکو هېوادوالو لپاره په روغتیا برخه کې د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو له تخنیکي مرستیال سره کتلي دي.
ښاغلي شریف نوموړي ته تورخم ته د راستنوشویو هېوادوالو د روغتیایي وضعیت په تړاو مالومات وړاندې کړي او عمري پنډغالي کې یې د نویو راستنوشویو افغانانو اوسنی وضعیت له یاد مسوول سره شریک کړی.
د اروپایي اتحادیې دغه مسوول ډاډ څرګند کړی چې راستنېدونکو افغانانو ته به په روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د خپلو شریکانو او تطبیق کوونکو موسسو مالي ملاتړ به روان وساتي.