ډېر لوستل شوي

کابل د همغږۍ کوربه؛ په کابل کې نن د افغانستان او پاکستان ګډه ناسته کېږي

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې نن په کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې JCC  په نامه ناسته کېږي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د دې ګډې ناستې مشري به د کابل په کوربه‌توب د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال ملا عبدالقيوم ذاکر او د پاکستاني پلاوي مشر او د دې هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي.

د اسلامي امارت وياند دغه راز ويلي، چې په دې ناسته کې به د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتياوو په رامنځته کېدو خبرې وشي.

اړوند خبرونه