د ریاستالوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو رییسانو غونډه کړې ده.
دې غونډه کې راستنو شویو کډوالو ته د تلپاتې استوګنځایونو د وېش بهیر د چټکتیا پر څرنګوالي، د ګومارل شویو ادارو او ولایتي کمېټو له لوري له تثبیت وروسته بې کوره کډوالو ته د سرپناه، د کډوالو په خېمو کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزې د حل او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت له لوري نویو راستنېدونکو کډوالو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

