ډېر لوستل شوي

هند د پاکستان د ډيپلوماټانو ایستلو ترڅنګ ګڼ بنديزونه او اقدامات اعلان کړل

د هند تر ولکې لاندې د کشمير پهلګام سيمه کې په سيلانيانو له وسله‌وال بريد يوه ورځ وروسته دې هېواد د پاکستان پر وړاندې يو لړ ډيپلوماټيک اقدامات اعلان کړل.

د هند انډين اېکسپرېس رسنۍ د راپور له مخې، په دغو اقداماتو کې د هند د سند اوبو تړون ځنډول، له هند نه د پاکستاني ډيپلوماټانو ایستل او د اتاري سرحدي پوستو تړل شامل دي. د يادې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې اسلام‌اباد په دغه پېښه کې په رسمي ډول له لاس لرلو انکار کړی؛ خو د هند لومړنيو څېړنو له مخې يې په پاکستان شک کړی دی.

اړوند خبرونه