ډېر لوستل شوي

د حيرتان ـ مزارشريف بندر د پام‌لرنې تړون وغځول شو

د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي اوزبيکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د حيرتان – مزار شریف بندر د ګټې اخېستنې او پام‌لرنې تړون د دوو نورو کلونو لپاره وغځاوو.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې د وسپنې پټلۍ د مرستيال او د اوزبيکستان هېواد د سوګديانا ټرانس کمپنۍ د رييس جمشيد آقا ترمنځ د حيرتان بندر اړوند د ګټې اخېستنې او پام‌لرنې چارو د غځولو تړون د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره وغځول شو.

د دې سفر په مهال د دواړو لوريو ترمنځ د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجۍ د (Feasibility Study) د پیل او د مزارشريف-هرات وسپنې پټلۍ د سروې او ډيزاين چارو د مخ ته وړلو هوکړه شوې ده.

د ويلو ده، چې د يادې پروژې د امکان سنجۍ چارو مالي ملاتړ اوزبيکستان هېواد په غاړه اخېستی دی. دا په داسې مهال ده، چې د مزارشريف-هرات د وسپنې پټلۍ مسير د سروې او ډيزاين چارې هم د اوزبيکستان هېواد له لوري عملاً دوام لري.

اړوند خبرونه