د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي نعماني او د سيمهييزو مسوولينو په ملتيا د جوزجان په مرکز شبرغان کې ښار کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانېست.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ياد ښارګوټي د پرانېستې په مهال ښاغلي حنفي له ملي سوداګرو، ټولو اسلامي هېوادونو له خيريه بنسټونو او مؤسسو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره تر خپله وسه همکاري او مرسته وکړي.
د ويلو ده، چې دغه ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت لري او ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي او مستحقو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې له لارې وېشل کېږي.